په غزني کې د ارزاقو د عمومي مدیریت د سوداګریز مارکیټ ودانیزې چارې وڅارل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۴:۸
غزنی

۱۴۴۷/۰۳/۲۷

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نورولي بلال متقي وایي  د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ارزاقو د عمومي مدیریت دسوداګریز مارکیټ له ودانیزو چارو څارنه ترسره کړه.

ښاغلي مولوي متقي وویل، یاده پروژه د خصوصي سکتور په مالي لګښت د ۷۴ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي او په پنځه برخو وېشل شوې ده، د راپور پر بنسټ د یوې برخې د تهداب د سیم‌ تاوۍ چارې بشپړې شوې او کالبندۍ ته چمتو دی، د پاتې نورو برخو د سیم ‌تاوي کارونه هم روان دي.

د نوموړي په خبره،  تخنیکي ټیم د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې څو ټول کارونه د نقشې او تخنیکي معیارونو مطابق ترسره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د خصوصي سکتور په همکارۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سوداګریزو او ښاري پروژو د پلي کولو چارې پرمخ وړي، چې د غزني ولایت د ارزاقو د عمومي مدیریت سوداګریزمارکیټ پروژه به د بشپړېدو وروسته د سوداګرۍ، اقتصادي پراختیا او د خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۹:۲۹
Background image

په هرات کې د جامع مسجد له رغنیزو چارو او د خواجه غلتان باستاني ځای له وضعیت څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۶/۰۵

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي چې د دې ریاست تخنیکي ټیم د جامع مسجد شریف د روانو رغنیزو چارو او د خواجه غلتان باستاني سیمې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۱۴
Background image

په پکتیا کې د مهاجرینو ښارګوټي له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۶/۴

د پکتیا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مفتي عبیدالله رشاد وایي چې د دې ریاست تخنیکي ټیم د هغه په مشرۍ د رباط سیمې په مهاجرینو ښارګوټي کې د روانو ودانیزو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۳:۹
Background image

په لغمان ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د سړک‌ جوړولو چاري پیل شوې

۱۴۴۷/۶/۴

لغمان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تېلوي وایي، په دغه ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند د سړکونو د‌ جوړولو او خدماتو برخې چارې پیل شوې.

ښاغ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 اونی ۱ ورځ ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت