په غزني ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۰:۵۶
غزنی ولایت

۱۴۴۶/۲/۲۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نورولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو ټیم د غزني ښار په دویم او درییم پلان کې د ښاري تخلفاتو په موخه د ځینو ودانیو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي متقي وویل، د غزني ښار اړوند په دویم پلان کې د هستوګنیزې ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه وشوه تر څو د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشي، همداراز په دې ولایت کې د برښنا ریاست اړوند د تخریب شوې ودانۍ چارې له نږدې ولیدل شوې او نوي جوړیدونکي تعمیر لپاره د اړوندې ادارې څخه اسناد وغوښتل شول، تر څو د اسنادو د بشپړیدو وروسته یاده ودانۍ د نقشې مطابق جوړه شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه ودانیزې پروژې له نږدې څارې تر څو د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۲۶
Background image

په کابل ښار کې د استوګنیزو پروژو د تطبیق په موخه د ځمکو پر انتقال خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ له عمومي رئیس محترم مولوي محمود مظلوم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۱۴
Background image

د کابل په نوي ښار کې د سرطاني ناروغانو د روغتون د ودانۍ د څارنې لارښود ترتیب شو

۱۴۴۷/۰۶/۲۳

د کابل په نوي ښار کې د سرطاني ناروغانو د روغتون د ودانۍ د څارنې کمیټې، چې مشري یې د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا د محترم مرستیال الحاج. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۳۴
Background image

د سمنگان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان ترتیب او تطبیق شوی

۱۴۴۷/۰۶/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي اي ایس ریاست محترم رئیس وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سمنگان ولایت مرکز کې د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان په بریالیتوب سره. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت