په غزني ولایت کې د عامې روغتیا ریاست او حوزوي روغتون ته ماسټر پلان جوړیږي

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۰:۳۲
picture

۱۴۴۵/۱۲/۳

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست او په دې ولایت کې د حوزوي روغتون لپاره د ماسټرپلان او تفصیلي پلان توپوګرافي سروې تر سره کړه.

ښاغلي متقي وویل، د مرکز کابل نه راغلي هیئت او د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیمونو په ګډه  د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست او حوزوي روغتون د ساحو توپوگرافی سروې تر سره کړې ده تر څو د یادې سیمې لپاره منظم ماسټر او تفصیلي پلان جوړ شي تر څو راتلونکې کې د ودانیزو ګډوډیو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۲:۱
Background image

د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۴

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د کنټرول کیفیت د عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پلانونو په لړ د کابل ښار ۱۲مې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

په پنځو ولایتونو کې د استوګنیزو نمرو پراخ وېش؛ په توله کې د نمرو شمېر له ۳۲ زرو واوښت

۱۴۴۷/۱۲/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د هېواد په پنځو ولایتونو کې (۱۱۰۵) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشلې.

د تیرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۳۰
Background image

د کابل ښار پنځمه ناحیه کې د ناقانونه ساختماني چارو مخه ونیول شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت