په سمنکان ولایت کې د غونډو د تالار د رغنیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۳/۵
د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د ایبک ښاروالۍ د غونډو د تالار د رغنیزو چارو څارنه وشوه.
ښاغلي مولوي نوري وویل، د ایبک ښار د ښاروالۍ اړوند د غونډو د تالار او د مراجعینو د ناستې د ځای د رغنیزو چارو څارنه وشوه چې یادې رغنیزې چارې پخوا شروع شوې چې دمګړۍ یې چارې بشپړې شوي دي او ګټې اخستنې ته چمتو شوی ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټيمونه د پروژو له چارو څارنه کوي تر څو چارې د نقشې مطابق مخته ولاړې شي.