په سرپل ښار کې د سړک د کانکریټ‌ اچونې پروژې څارنه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۰:۲۴
سرپل ولایت

۱۴۴۷/۰۷/۰۹

د سرپل ښار اړوند د حاجي ګدای بای جومات مخې ته د سړک د کانکریټ اچونې د روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د څارنې په مهال څرګنده شوه، چې د چویچو د کانکریټ اچونې چارې نږدې بشپړې شوې دي، خو د سړک د خاورې ایستلو کار لا هم روان دی، په ځینو برخو کې د خاورې ایستل تر اړتیا زیات ترسره شوي او په ځینو نورو برخو کې بیا یا کم ترسره شوي او یا یې اړتیا نه وه، تر اوسه قراردادي شرکت د خاورې ایستلو چارې په بشپړ ډول نه دي بشپړې کړې او کار عملاً په ساحه کې دوام لري.

د یادې پروژې د تطبیق بهیر د کور او ښار جوړولو ریاست د مسلکي ټيم، د ولایت مقام استازو او د تعقیب او نظارت ټیم له لوري په دوامداره توګه تر څارنې لاندې دی. دا مهال په ساحه کې کومه جدي ستونزه نه ده تر سترګو شوې، خو په هغو سیمو کې چې د خاورې ایستل په سمه توګه نه وو ترسره شوي، قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې وشوې تر څو خپلې چارې د بل احجام او تخنیکي مشخصاتو مطابق تنظیم کړي.

د کو راو ښار جوړولو ریاست د زیربنایي پروژو د معیاري تطبیق، د خلکو د شکایتونو د ارزونې او د ساختماني کیفیت د تضمین په موخه د پروژو دوامداره څارنه ترسره کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت