په سرپل ولایت کې د ښاري سرغړونو مخنیوی ترسره شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۱۳
سرپل

۱۴۴۷/۰۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر اساس، د سرپل ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د لومړۍ ناحیې د ودانیزو چارو د قانوني وضعیت ارزونه ترسره کړه.

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نور نوراني وایي چې د یادې کتنې هدف د ښاري نظم ساتنه، د ساختماني قوانینو تطبیق او د غیرقانوني جوړښتونو مخنیوی و.

د نوموړي په خبره، د څارنې په پایله کې په راسته حلبي ‌سازۍ کې څو دوکانونه چې د ښار د پلان خلاف یې کار روان و، سمدستي ودرول شول او موضوع د سرپل له ښاروالۍ سره شریکه شوه.

 همدارنګه یو شمېر نور دوکانونه چې د ویزې له قانوني نقشې پرته یې اعمار روان و، متوقف شول او مالکانو ته د ویزې د بشپړولو هدایت ورکړل شو.

په ورته وخت کې د چمن په کوڅه کې یو استوګنیز تعمیر هم پرته له ویزې په جوړېدو و چې کار یې درول شوی او مالک یې د قانوني اسنادو تر بشپړېدو پورې له هر ډول فعالیت منع شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو ولایتونو کې د ښاري نظم د ټینګښت او د غیرقانوني جوړښتونو د مخنیوي لپاره دوامدار څار او نظارتي پروګرامونه پلي کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۴:۴۶
Background image

د پنځه ‌سوه فامیلي څلورلارې څخه تر شتل سړک پورې د شنې ساحې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري مخنیوي ریاست تخنیکي ټيم، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې په شنه ساحه کې له پنځه‌ سوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۸:۴۸
Background image

په اقچه ولسوالۍ کې د نوراباد ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۲/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ای‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د اقچه ولسوالۍ د نوراباد ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې بشپړه کړه.

یاده سروې د سروې او جي‌ای‌اېس ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۳
Background image

د کابل – بګرام سړک په مسیر کې د نوري فایبر شبکې د مسیر د ټاکلو په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د خپلو دوامدارو فعالیتونو په لړ کې، د کابل –. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت