په سرپل ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو
۱۴۴۶/۲/۴
د سر پل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نور نورزاد وایي، د دې ریاست د ښاري تخلفاتو د ټیم لخوا د غیرې پلاني ودانیو د ودانیزو چارو مخنیوی تر سره شو.
د ښاغلي نورزاد په وینا، د دې ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې د نوي جوړیدونکي ښار ګوټي د پلان د تطبیق څخه څارنه وشوه، چې په ځینو سیمو کې دخپل سرو او غیرې پلاني ودانیو رغیزې چارې ودرول شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د پروژو له ودانیزو چارنه کوي او د هغو رغنیزو چارو مخنیوي کوي چې په غیري پلاني ډول رغول کیږي