په سرپل ولایت کې د مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۳:۲۸
سرپل

۱۴۴۶/۳/۲۷

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس داملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست د انجینري ټیم لخوا د مسجد شریف او د مدرسې له ودانیزو چارو څارنه وشوه.

ښاغلي نوراني وویل، یاد مسجد شریف او مدرسه د حج او اوقافو د محترم ریاست اړوند پروژه ده چې له ودانیزو چارو یې د کور او ښار جوړولو ریاست انجنیران څارنه کوي.

نوموړي وویل، یاد مسجد د مرکز اړوند د زرتپې په کلي کې موقیعت لري چې اوس د دې مسجد شریف او د مدرسې د پلستر کارې چارې او د سپتک څاه د خشتکارۍ چارې روانې وې چې د دې ریاست د انجنیرانو لخوا یې چارې و څارل شوې او قرادادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې تر څو کارونه د نقشې مطابق مخته یوسي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د پروژو چارې څارې تر څو د نقشې مطابق تر سره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۲۶
Background image

د سرطاني ناروغانو د طبي کمپلکس د تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د سرطاني ناروغانو لپاره د طبي کمپلکس د جوړېدو په تړاو د تخنیکي کمېټې غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پرختیا په معینیت کې ترسره شوه.

یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۵۷
Background image

ډېر ژر به د ودانیزو موادو د کیفیت خوندیتوب ازموینې په موخه د لابراتوار د جوړولو چارې پیل شي

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري، د ودانیزو موادو د کیفیت خوندیتوب په موخه د معیاري ارزونې د یو عصري لابراتوار د جوړولو چارې به په لنډو ورځو کې پیل شي.

د یاد لابراتوار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د تورغونډۍ بندر د احاطوي دیوال له جوړولو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۹

د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ د تورغونډۍ بندر د احاطوي دیوال د جوړولو له روانو چارو څخه څارنه ترسره شوه.

یاده څارنه د یو ګډ هیئت له لوري ترسره شوه، چې پکې د ولایت د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت