په سرپل ولایت کې د سړک او ویالو د کانکرېټ اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۵/۶/۶
په سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د دې ولایت د اسیا اباد او په مرکز کې د چمن لوېدیځ برخه کې د کوڅو کانکرېټ اچولو او دغه راز د ګوسفندي ولسوالۍ د ۳۰ متره سړک د چغل اچولو له چارو څارنه وکړه.
د اسیا اباد سړک چې اوږدوالی يې ۲۵۰۰ متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري، په پاخه او اساسي ډول رغول کېږي.
دمګړۍ د ۱۵۰۰ متره سړک چارې بشپړې شوي او د پاتې چارې دوام لري، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د سرپل ریاست د مسلکي او تخصصي ټیم له لوري یې څارنه کېږي.
د کور اوښار جوړولو وزارت مرکزې او ولایتي انجنیران او مسؤلین د پروژو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې کوي، تر څو د یوې پروژې اړوندې ټولې چارې د پلان، نقشې او قرارداد له مخې په معیاري او اصولي شکل سرته ورسېږي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.