په سرپل ولايت کې د سوداګریز مارکېټ د پروژې د چاروڅارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۵۸
سرپل

۱۴۴۷/۸/۵

د سرپل ولايت د سوداګریز مارکېټ د پروژې له چارو څخه تخنيکي نظارت ترسره شو.

د نظارت پر مهال څرګنده شوه چې دا مهال د پروژې د دويم بلاک د بنسټونو د سيخ ‌بندۍ چارې روانې دي.

د ترسره شوې ارزونې پر بنسټ، د کار د کيفيت د خونديتوب په موخه تطبیق کوونکي ټيم ته اړينې لارښوونې ورکړل شوې.

له ډلې يې ټينګار وشو چې د بنسټونو سيخ‌ بندي بايد د منظور شوو نقشو او تخنيکي مشخصاتو سره سم ترسره شي.

 همدارنګه لارښوونه وشوه چې سيخونه د کارولو او تړلو څخه مخکې بايد له اضافي موادو او زنګ‌ وهلو څخه په بشپړه توګه پاک شي، تر څو د ساختماني کارونو کيفيت تضمين شي.

د سرپل ولايت د سوداګریز مارکېټ پروژه د سوداګريزو فعاليتونو د پراختيا، د ښاري اقتصاد د پياوړتيا او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه تطبيق کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت