په سانچارک ولسوالۍ کې د تفريحي پارک د پروژې د چارو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۰۸/۵
د سانچارک ولسوالۍ د ښاروالۍ د مديريت د وړانديز او د ولايت مقام د حکم له مخې، د پرمختيايي پروژو د نظارت کمېټې اړوند ټاکل شوی هيئت د سانچارک ولسوالۍ د ښاروالۍ د تفريحي پارک د پروژې د چارو د نظارت څارنه تر سره کړه.
د نظارت پر مهال څرګنده شوه چې د پارک د احاطوي دېوال د ښکلا د تیږو د نصب چارې بشپړې شوې دي او همدارنګه د احاطوي دېوال پر سر د خښتکارۍ چارې هم پای ته رسېدلې دي.
برسېره پر دې، دا مهال د سيورې ځایونو د غرقې برخې کيندنې او سنګکارۍ چارې روانې دي. همدارنګه د سپلونو، رينګونو، پايوو کانکريټ اچونه او د رستورانت د ساتونکي اطاق او تشنابونو د خښتکارۍ چارې هم بشپړې شوې دي.
د سانچارک ولسوالۍ د ښاروالۍ د تفريحي پارک پروژه د ښاري تفريحي زيربناوو د پراختيا، د خلکو لپاره د سالمې تفريح د زمينې برابرولو او د عامه خدمتونو د کچې د لوړولو په موخه تطبيقېږي.
