په زرنج ښار کې د ښاري پلانونو او سړکونو د ساحو سروي او ارزونه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۵۱
زرنج

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

د ښاري پراختيا د ستراتیژیک پلان له مخې او د وزارت د کلني پلان اهدافو د تحقق په موخه، د نیمروز ولايت د کور او ښار جوړولو ریاست، د ښاروالۍ د رياست په بشپړه همکارۍ، د ښار اړوند د پلانونو ۶ او ۷ ساحو او همدارنګه د پلان په پراختيايي سند کې د ښاري حلقوي سړکونو د سروی او جامع ارزونې چارې ترسره کړې.

همدارنګه، د زرنج ښار شاوخوا هغه ساحې چې په تېرو کلونو کې په خپل سر او د رسمي ښار پلانونو پرته جوړې شوي وې، هم د سروی او ارزونې په پروسه کې شاملې شوې.

وروسته له تخنيکي ارزونو، ساحې د اهمیت، موجوده وضعیت او د ترسره شوي جوړښت ډول ته په کتو اصولي درجه‌ بندي شوې او اړوند اسناد او مدارک ورته ترتیب شوي دي. په ورته وخت کې، د حلقوي سړکونو سروي هم په ابتدایي ډول ترسره شوې، تر څو په راتلونکې کې د مشخصو او اضافي معلوماتو پر بنسټ د سړکونو پراخوالی او تطبیق په مؤثره توګه عملي شي.

د يادې پروسې هدف د زرنج ښار د ښاري پلانونو تطبیق، د سړکونو د پراختیا د عملي کېدو زمینه برابرول، د ښار دننه او شاوخوا ساحو د نظم او معیاري ښاري پراختیا ډاډ ترلاسه کول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت