په زابل کې د کانونو او پټرولیم ریاست د اداري ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۲:۱۰
زابل

۱۴۴۷/۰۲/۱۲

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج ملا دادګل مسلم وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کانونو او پټرولیم ریاست د اداري ودانۍ له ودانیزو چارو څخه څارنه وکړه.

ښاغلي ملا دادګل مسلم وویل، دا مهال په یادې ودانۍ کې د اول پوړ د اول بلاک داخلي پلستر کاري چارې روانې وې، او د همدغه منزل د کړکیو او دروازو د فریم نصب چارې بشپړې شوې دي او همداراز، په دویم پوړ کې د خشت ‌کارۍ او د سپټیک د سیخ ‌کارۍ کارونه جریان لري.

د نوموړي په خبره، د نظارت پر مهال، قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د پروژې پاتې چارې دې د نقشي، انجنیري مشخصاتو او منظور شویو احجامو مطابق، پر خپل وخت، د لازمي کیفیت په رعایت سره ترسره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیاري ډول تر سره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت