په زابل کې د دوه ښوونځیو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۹:۱۶
زابل

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د باره خیل ۱۰ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې ۸۰ سلنه او همداراز د دې ولایت په مرکز قلات ښار کې د خالا اته صنفي ښوونځي رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې کړي دي.

د باره خیل ۱۰ صنفي ښوونځی په ۴۳۵ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۶ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت او همداراز د خالا اته صنفي ښوونځی په ۷۲۹ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۲۰ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

د ویلو ده چې د هېواد په کچه د ښوونځیو جوړول د ښارجوړولو او ځمکو وزارت په کاري لومړیتوب کې ځای لري او دا وزارت په پام کې لري د خصوصي سکټور په همکارۍ په ولایاتو کې د ښوونځیو جوړولو چارې چټکې کړي.

###

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ښار د ۱۷ ناحیې اړوند د تهیه مسکن پروژې څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۷/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د تخنیکي او عامه پوهاوي ټیمونو لخوا د کابل ښار د ۱۷ ناحیې اړوند د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د نیمروز ولایت د پوهنتون د اسفالت پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

4/7/1447

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د نیمروز ولایت د پوهنتون د اسفالت‌ کارۍ له پروژې څخه څارنه وکړه،.

یاده څارنه د نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۲۷
Background image

په پکتیکا ولایت کې د سړې خونې له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۷/۴

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د ۶۰۰ مټریک ټنه سړی خوني پروژې د ودانیزې چارو څارنه ترسره شوه، چې د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د یخي هوا د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت