په زابل ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټی له غصب وژغورل شو
۱۴۴۳/۰۸/۲۷
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غصب مخنیوي لړۍ پر دوام په زابل ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي کې له غصب مخنیوی وکړ.
تېره ورځ د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر ، د ولایت مقام د دفتر رئیس ملا احمد مختار، د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر مولوي ابو النصر، د عدلیې رئیس مولوي عبدالوارث خلیل ، د ښار جوړولو او ځمکو رئیس مولوي مسلم، د مهاجرینو آمریت استازو او دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون د غړو په ملتیا د کلات ښار سویل ته د مهاجرینو په ښارګوټي کې د دولتي ځمکو له غصب مخنیوی وکړ.
د تېر حکومت په مهال د یاد ښارګوټي زیاته برخه غصب شوې او د غصب لړۍ په پوره چټکۍ سره روانه وه چې د ا.ا.ا په حاکمیت سره دغه لړۍ بنده شوه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د زابل سیمه ییزه اداره هیچاته اجازه نه ورکوي چې یوه لوېشت دولتي ځمکه غصب کړي او یا دولتي ځمکې په خپلسري توګه پر نورو ووېشي او وپلوري.
اوسمهال د زابل په مهاجرینو ښارګوټي کې ټولې غیر قانوني ابادۍ او رغونې درول شوي او امنیتي مسئولېنو ته جدي سپارښتنه شوې چې د غیر قانوني کړنو مخنیوی وکړي، غاصبینو او سرغړونکو سره قانوني چلند وکړي.