په دایکندي کې د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۳:۴۹
دایکندي ولایت

۱۴۴۷/۰۶/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د دایکندي ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د مهاجرینو د کمېټې د دارالانشاء مسؤول انجنیر فهیم الله ذکریا وايي، چې یاده پروژه په شاوخوا ۱۲۱۷ جریبه ځمکه کې جوړیږي او ټولټال ۱۴۸۳ استوګنیزې نمرې لري، یادې نمرې د ۵، ۱۰ او ۱۵ بسوې په کچو وېشل شوې دي چې د مهاجرینو او اړمنو کورنیو لپاره به منظم ځای پر ځای کېدو ته زمینه برابره کړي.

د پلان له لاسلیک وروسته د پروژې د عملي کار لپاره تخنیکي چارې هم پیل شوې، چې له بشپړېدو سره به یې سلګونه کورنیو ته سرپناه برابره شي.

د پروژې په عملي کېدو سره به په سیمه کې د اوبو، برېښنا، فاضله‌لاین او سړکونو په څېر اساسي ښاري خدمتونه معیاري شي، چې دا به نه یوازې د اوسېدونکو ژوند اسانه کړي، بلکې د ښار په ټولیزه پرمختګ کې به هم اغېزه ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۳۴
Background image

د نیله ‌باغ او قطري ښارګوټو له ودانیزو چارو څخه لیدنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنا د پراختیا محترم مرستیال الحاج ګل زرین صابر او د دې وزارت د برنامو د انسجام ریاست وارسي کوونکی  انجنیر عبدالوهاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د ښاري چارو مرستیال د ملګرو ملتونو د زیربنايي پراختیا د پروژو د مسؤول سره وکتل

۱۰/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د زیربنايي پراختیا پروژو د مسؤول کریستیان ډورفیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۱۷
Background image

په کندهار کې د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۷/۰۶/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د کندهار ولایت د زیړۍ ولسوالۍ د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د مهاجرینو د کمېټې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت