په خوست کې د پیښو سره د مبارزې ریاست د اداري تعمیر چارې وڅارل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۰:۵۳
خوست

 

۱۴۴۷/۰۲/۰۵

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي امان الله اسد وایي، چې د دې ریاست د انجینري او تخنیکي ټیم لخوا د پیښو سره د مبارزې ریاست د اداري تعمیر د ودانیزې پروژې څارنه وشوه.

ښاغلي مولوي اسد وویل، یاده پروژه چې دوه پوړه او یوه تهکوي لري، د اساسي ساختماني معیارونو سره سم اعمارېږي چې په دې تعمیر کې د اداري خونې، د اوبو څاه، د فاضلاب سیستم او برقي سیستم شامل دي.

د نوموړي په خبره، چې د پروژې له ټولو چارو څخه د انجینري او تخنیکي ټیم لخوا دوامداره څارنه ترسره کېږي چې دمګړۍ د دې پروژې چارې  ۴۰٪ بشپړې شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت  مرکزي او ولایتي ټیمونه پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۵:۳
Background image

د فراه ولایت د ښاروالۍ د درې پوړیزه هوټل له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۸

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د تخنیکي ټیم له لوري، د فراه ولایت د ښاروالۍ اړوند د درې پوړیزه هوټل د ودانۍ له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

یاده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۲:۴۳
Background image

د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ د میوو مارکېټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۸

د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د میوو مارکېټ د ودانیزو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

یاده پروژه چې د میوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۹:۲
Background image

د شبرغان ښاروالۍ د غالیو اوبدونکو مارکېټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۸

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د تخنیکي ټیم له لوري، د شبرغان ښاروالۍ اړوند د غالیو اوبدونکو مارکېټ د ودانیزو چارو  څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

یاده پروژه چې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت