په خوست کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست د اداري تعمیر رغنیزې چارې وڅارل شوې
۱۴۴۷/۰۷/۱۵
د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست د اداري تعمیر رغنیزې چارې وڅارل شوې
د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس په وینا، په ساحه کې د رنګ کارونو چارې روانې وې، او ساحوي انجینر ته د کارونو د لا ښه والي لپاره لارښوونې ورکړل شوې.
د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري پروژو د کیفیت لوړولو او د ساختماني پلانونو د سم تطبیق لپاره دوامداره څارنه او نظارت ترسره کوي، ترڅو ټولې چارې د معیارونو سره سم بشپړې شي.
