په ختیځ زون کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۳:۵۸
ختیځ زون ورکشاپ

۱۴۴۷/۰۵/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو د چارو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالولي ارکاني وایي، د ختیځ زون ولایتونو (ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان) د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ په جلال‌اباد ښار کې پیل شو.

دا ورکشاپ د یاد ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست دد محترم رئیس حافظ مولوي محمد نبي سعیدي او د سیندونو د حوزې د محترم رئیس په شتون کې د تخنیکي سروې، د غیرپلاني ساحو د پراختیایي پلان جوړولو، د ودانیو د ډیزاین، د کارکوونکو د ارزونې او د استخدام د پروسې تر عنوان لاندې پرانیستل شو.

د ورکشاپ موخه د وزارت د فني او اداري کارکوونکو مسلکي مهارتونه لوړول، د ښاري پرمختګ پلانونو منظمول، او د استخدام او ارزونې پروسې ته شفافیت ورکول بلل کېږي.

یاد ورکشاپ د غیرپلاني ساحو د تنظیم او انکشاف ریاست، د سروې او GIS ریاست، او د مهندسۍ او انجنیرۍ نظام د طرحو او مقرراتو ریاست په تخنیکي همکارۍ پیل شوی دی.

د دغه پروګرام موخه د ښار جوړولو په برخه کې د کارکوونکو مسلکي وړتیا لوړول او د ښاري خدمتونو د کیفیت ښه والی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت