په جوزجان کې څه باندې ۲۶۰ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه
ښار جوړواو ځمکووزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د جوزجان لایت اړوندو سيمو په ۲۷۱ قطعو کې ۲۶۰۹۴۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې شمېرې څخه ۲۰۶۸۷۰ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۵۴۰۷۲ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د وروستیو درېوو کلونو په لړ کې نږدې ۶.۵ مېلیونه دولتي ځمکه او د دولت تر ولکې لاندې عامه ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.