په جوزجان کې د پايو د نصب لپاره له ۲۰۰ څخه د زياتو جايدادونو د مالکيت حق تثبيت شو

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۹ - ۱۰:۴۲
جوزجان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت له شبرغان څخه تر مزارشريف پورې د ۲۲۰ کيلو ولټه انتقالي برېښنا په لېږد کې د اسانتياو رامنځته کولو په موخه په جوزجان ولايت کې د پايو د نصب ۲۳۸ ځايونو د مالکيت حق د تثبيت چارې بشپړې کړې.

له دې ډلې څخه ۷۳ پايې په دولتي ځمکه کې او ۱۶۴ نورې پايې په شخصي ځمکه کې تثبيت شوي او د نورو ۱۱ پايو د نصب لپاره د مالکيت حق د تثبيت چارې دوام لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مالکيت حق په تثبيتولو له مزار شريف ښار سره د شبرغان ښار د سب سټيشن نښلولو عملي چارو د پيل لپاره زمينه برابروي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

په کابل کې د پسته خانې د نوې ودانۍ له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، د وزارت د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د څارنې او تطبیق تخنیکي ټیم د کابل ښار په لومړي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په سوزمه قلعه کې بې ‌نقشې ودانیزې چارې ودرول شوې

۱۴۴۷/۰۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ د سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالۍ ته د څارنې لپاره ورغلی او د ښار د پلان شوې ساحې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۳:۷
Background image

د الشفا روغتون د موټرو د تمځای ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې په اساس، د بنسټیزو پروژو د نظارت ریاست تخنیکي ټیم د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د څارنې او تطبیق د ریاست. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت