په جوزجان کې د مسجد شریف ودانیزې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۶/۱۱/۵
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو یاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په شبرغان ښار کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي فیضان وویل، یاد مسجد شریف د حج اواوقافو ریاست اړوند دی چې په دوه پوړونو کې په پاخه او اساسي شکل جوړیږي.
د نوموړي په خبره، د پروژې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.