په جوزجان کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۰:۳
جوزجان

۱۴۴۷/۰۱/۲۷

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج ملا عبدالله فیضان وایي، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي فیضان وویل، یاد مسجد شریف چې په دوه پوړیزه، اساسي او پخې بڼې اعمارېږي، د  ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري تمویلېږي.

د نوموړي په خبره، په څارنه کې ټینګار وشو چې ټول ساختماني کارونه باید د نقشې، د کار د احجامو د براورد، تدارکاتي شرطنامې او انجنیري نورمونو سره سم تطبیق شي.

د یادولو ده،  د پروژې تطبیقوونکي ساختماني شرکت مسئولینو ته لازمې لارښوونې وشوې، او د ټاکل شوې کمېسیون له لوري د پروژې د لا ښه والي او موثریت لپاره یو لړ تخنیکي نظریات هم وړاندې شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت