په جوزجان کې د غله ‌منډوي مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۳:۵۸
جوزجان

۱۴۴۷/۰۷/۲۲

له ودانیزو پروژو څارنه او مدیریت د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤلیت دی، چې په بشپړې ژمنتیا دغه مسؤلیت سرته رسوي.

جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټيم د آقچې ولسوالۍ د محترمې ښاروالۍ اړوند د غله ‌منډوي مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه ترسره کړه.

د یادې څارنې پر مهال د پروژې اړوند د هټیو د الکوبان نصب او د سرامیک‌ کارولو چارې تر ارزونې لاندې ونیول شوې.

د ساحوي ارزونې پایلې ښيي چې د رغنیزو چارو یاد پړاوونه تر ډېره د منظور شوو نقشو او تخنیکي مشخصاتو سره سم پر مخ روان دي.

د څارنې په دغه بهیر کې، اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وشوه چې د غله‌ منډوي مارکېټ ټولې ودانیزې چارې د نقشو، د کاري احجامو د براورد، د تدارکاتي شرطنامې او د انجنیرۍ او مهندسۍ معیارونو په رڼا کې په دقیق ډول تطبیق کړي.

د غله ‌منډوي مارکېټ پروژه د اقچې ولسوالۍ له مهمو عامه ودانیزو پروژو څخه شمېرل کېږي چې موخه یې د سوداګرو لپاره د معیاري کاري چاپېریال رامنځته کول او د ښار اقتصادي فعالیتونو ته وده ورکول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت