په جوزجان کې د دولتي ځمکو سروې او ثبت لړۍ له ۲۱۶ زره جریبو واوښته
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکې بانک له لارې په جوزجان ولایت کې تر دې دمه ۲۱۶۳۹۲ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې سروې او ثبت کړې دي.
د دې اندازې ځمکې له ډلې په ۷۷ قطعو کې ۱۶۲۳۷۶ جریبه سپینه دولتي ځمکه او په ۱۷۶ قطعو کې ۵۴۰۱۶ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې په ۶۰۹۲ قطعو کې ۵ ميلیونه ۳۹۲ زره ۷۹۴ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.