په جوزجان ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دوکانونو د ودانیزې پروژې له چارو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۲/۳۰
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي انجنیرانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دوکانونو د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د یادې پروژې د درېیم پوړ د سلب کانکریټ اچونې بهیر له نږدې وڅارل شو او د کار کیفیت یې وارزول شو.
همداراز د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لارښوونه وشوه چې د پروژې ټولې چارې د منظور شوې نقشې، د کار د حجمونو د اټکل، تدارکاتي شرطنامې او انجنیري معیارونو سره سمې پلې کړي.
سربېره پر دې، د پروژې د کیفیت او اغېزمنتیا د لا ښه والي په موخه د څارنې مسؤل انجنیر له لوري لازمې تخنیکي سپارښتنې هم وړاندې شوې
