په جوزجان ولایت کې د مهاجرینو له ښار ګوټي څخه لیدنه و شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۴:۳۷
جوزجان

۱۴۴۷/۲/۱

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج ملا عبدالله فیضان وایي، د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) تر لارښوونو لاندې، د بی ‌ځایه شویو او راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د دایمي استوګنې او ځمکو د وېش کمیټې، د اړوندو ادارو د استازو په حضور کې د آقچې ولسوالۍ د نورآباد کلي د مهاجرینو ښارګوټي څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي فیضان وویل، په یاده ساحه کې له پخوا ۱۵۱۱ نمرې پاتې ځمکې موجودې دي، چې د کتنې او ارزونې وروسته پرېکړه وشوه، څو د یادو نمرې ځمکو د وېش لپاره د مرکز اسکان دایمي کمیسیون ته رسمي وړاندیز واستول شي، تر څو د لارښوونو له ترلاسه کېدو وروسته لازم اجرات وشي.

دا اقدامات د کور او ښار جوړولو وزارت د ژمنو له مخې د ټولنیز عدالت، د استوګنې حق تأمین، او د مهاجرینو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په لړ کې ترسره کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت