په تخار ولایت کې شاوخوا ۹۰ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه
۱۴۴۳—۰۸—۲۵
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د تخار ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې شاوخوا ۹۰ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت کړه.
له دغې ډلې ۹۰۰ حریبه ځمکه تخار په تالقان او کلفګان ولسوالیو ، ۸۷۰۰۰ جریبه ځمکه په دشت قلعه ولسوالۍ کې او ۲۵۰۰ جریبه ځمکه نوره د ښارګوټي د رامنځته کولو په موخه په یاد ولایت کې سروې او ثبت شوه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ټولو ولایتونو کې دولتي ځمکې سروې او ثبت کوي چې دمګړۍ دغه بهیر په ۳۱ ولایتونو کې روانه ده.