په بېلا بېلو ولایتونو کې د اصلاحي پلانونو، ودانیو او د ځینو ځمکو شخړې حل شوې
۱۴۴۳/۰۸/۲۸
په بېلا بېلو ولایتونو کې د اصلاحي پلانونو، ودانیو او د ځینو ځمکو شخړې حل شوې
د ښار جوړولو او ځمکو وزیر محترم مولوي حمد الله نعماني په خپل کاري دفتر کې له بېلا بېلو ولایتونو کې راغلو یو شمېر هېوادوالو سره وکتل.
په دغه کتنه کې د راغلو هېوادوالو ستونزې حل، نظرونه او وړاندیزونه واورېدل شول او د مولوي حمد الله نعماني له لوري په ځینو برخو کې مهمې او ګتورې لارښوونې وشوې.
ستونزې په هلمند، تخار، کابل، کندهار، خوست، پکتیکا او کاپیسا ولایت کې رامنځته شوې وې چې د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره شول.