په بلخ کې له ۱۰ جریبو ډېر ځمکه استرداد شوه
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د غصب شویو دولتي ملکیتونو او ځمکو د استرداد په لړ کې د بلخ ولایت په حیرتان ښارګوڼي کې ۱۴ جریبه دولتي ځمکه د غاصبینونو له منګلو را وګرځوله.
یاده اندازه بکر او بایر ځمکه چې له تېرو څو کلنو را پدیخوا د زورواکیو له لوري استفاده کېده او اوسمهال ښارجوړولو او ځمکو وزارت ترې د معقولې او ګټورې استفادې زمینه برابره کړه.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د بلخ ولایت په مرکز او څو ولسوالیو کې ۱۵۷۴۴ غصب شوې دولتي ځمکه استرداد کړې ده.