په بلخ ولایت کې د روغتیایي کلینیک له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۷/۸
د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عین الدین حامد وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د روغتیایي کلینیک رغنیزې چارې و څارل شوې.
ښاغلي مولوي حامد وویل، په مزار شریف ښار کې د ابو علي سینا روغتون رغنیزې چارې و څارل شوې او قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټيمونه د ادارو په غوښتنه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې په معیار برابرې تر سره شي.