په بلخ ولایت کې د بیلابیلو ودانیزو پروژو له چارو څارنه تر سره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۹:۲۳
بلخ

۱۴۴۶/۷/۷

د بلخ ولایت په مزار شریف، شولګري او بلخ ولسوالۍ کې له بیلابیلو پروژو له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عین الدین حامد وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا په مزار شریف د ترانسپورټ ریاست د مسجد شریف ودانیزې چارې، د بلخ ولسوالۍ په چهار سړک کې د تیلو د پمپ سټیشن چارې، په شولګرې ولسوالۍ کې د سړک د جغل اچونې چارې و څارل شوې.

ښاغلي مولوي حامد وویل، د دې پروژو د قراردادي شرکتونو مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه تر څو چارې  نقشې مطابق په معیاري ډول تر سره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر چارې په معیار برابرې تر سره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۲
Background image

په سرپل ولایت کې د درې تاریخي جوماتونو له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۴

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ولایت په مرکز او اړوندو سیمو کې د دریو جوماتونو د ترمیم له چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۹:۴۸
Background image

په نیمروز ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۴

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ولایت د مقام د مسجد شریف له ودانیزو چارو د پرمختګ له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۹:۱۷
Background image

په هلمند کې د لقمان حکیم سوداګریز او هستوګنیز مارکېټ د ساختماني چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۴

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نعیم متعمد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د لقمان حکیم سوداګریز او هستوګنیز مارکېټ د ودانیزو چارو څخه تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ اونی 2 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت