په بغلان کې د اوبو رسونې د پروژې له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۲/۲۲
د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد داود نقشبندي وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د نهرین ولسوالۍ د نوي ښار د اوبو رسونې د پروژې له چارو څارنه تر سره شوه.
ښاغلي مولوي نقشنبندي وویل، د برکه او جلګه بندرونو د حلقوي سړک د اوبو د پایپونو لپاره د خندقونو د ویستلو چارې روانې وې چې د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا یې څارنه تر سره شوه.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې په معیار برابرې تر سره شي.