په بغلان ولایت کې ۱۵۶۹۲۰ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۵ - ۹:۲۸
بغلان

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو ثبت په دوام کې، په بغلان ولایت کې ۱۵۶۹۲۰ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.

دغه اندازه ځمکه په ۱۶۳ قطعو کې چې ۱۵۵۹۷۴ جریبه یې دولتي سپینې ځمکې او ۹۴۶ جریبه نور یې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي، ثبت شوي.

په دې سره، د ولایت په کچه د دولتي ځمکو کره شمېره به ترلاسه شي او د دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد سربېره په ښاري او کلیوالي کچه د حکومت ټول ګټو پروژو ښه تطبیق ته به اړین فرصتونه چمتو شي.

په تېر یو کال کې، څه د پاسه ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې او د ثبت شویو ځمکو څخه د حکومت د پروژه د تطبیق لپاره ګټه اخېستنه پیل شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۸
Background image

د پکتیا ولایت په رباط کډوالو ښارګوټي کې د راستنو شوو مهاجرو کورنیو لپاره سل کورونه جوړېږي، چې له چارو یې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۹/۲۰

د پکتیا د کور او ښار جوړولو محترم نوي ګمارل شوي رئیس د (دارالقرار) پنډغالي له ودانیزو چارو لیدنه او ارزونه وکړه.

د پکتیا ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس قاري فضل الرحمن. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۳۴
Background image

اندخوی ښار ته د ورننوتلو دروازې د جوړولو پروژې له چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۹/۲۰

فاریاب ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د اندخوی ښار ته د ورننوتلو دروازې د جوړولو پروژې له چارو تخنیکي څارنه وکړه.

دغه څارنه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۸
Background image

د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو مخنیو وشو

۱۴۴۷/۰۹/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست مسلکي ټیم د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د څارنې او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت