په بغلان ولايت کې له ۱۳۰ زره جريبو زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۹:۸
بغلان

 ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې له پیل راهيسې تر اوسه په بغلان ولايت کې ۱۳۹۳۹۴ جريبه دولتي ځمکه او املاک سروې او ثبت کړي دي.

له دې ډلې څخه په ۵۷ قطعو کې ۱۳۸۴۴۹ جريبه سپینه دولتي ځمکه او په ۹۰ قطعو کې ۹۴۵ جريبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه دي چې د بغلان ولايت په مرکز او بيلابيلو ولسواليو کې موقعيت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې په ۵۲۹۲ قطعو کې ۴ ميلیونه ۵۶۹ زره او ۱۰۲ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۵۱
Background image

د غزني ولایت په پخواني ښار کې د غیر قانوني ښاري فعالیت مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په هدایت غزني ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو.

د غزني ولایت د کور او ښار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۷
Background image

د هلمند ولایت د مستوفیت ریاست د جامع جومات له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست  اړوند تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مستوفیت ریاست د جامع جومات له رغنیزې پروژې څخه ساحوي نظارت او تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۴
Background image

د کابل ښار په میوند جاده کې د پوسته خانې له رغنیزې پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار د میوند جادې په سیمه کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت