په بدخشان کې د څښاک اوبو ستونزې او د ځینو دولتي ادارو ترمیم وڅیړل شو
د بدخشان ولایت د ښاري پراختیا او ځمکې ریاست د خاش ولسوالۍ د زرشخ په سیمه کې د اوو کیلومترو په اوږدوالي د کرنې د ځمکې لپاره د اوبو کانال او د فیض اباد ښار د شپږمې ناحیې د څښاک اوبو کمښت ستونزې تر څیړنې لاندې نیولي دي.
همدا رنگه د ښار او ځمكو د پراختیا ولایتي ریاست، د امنیت د ادارې اړوند د دریو ودانیو تخنیکي او مالي ستونزې، د ښاري پراختیا او ځمكو ریاست د ادارې ودانۍ او د نقشه بردارۍ ودانۍ ترمیم چې د اوبو رسولو او بریښنا سیستم په كې شامل دی، څیړلی دی.