په بدخشان ولایت کې د کور او ښار جوړولو وزارت تر نظارت لاندې د یو باب ښوونځي ډبره کیښودل شوه
1445/1/16
د بدخشان ولایت په فیض اباد ښار کې د کور او ښار جوړولو ریاست په شپږمه ناحیه کې د وکیل اباد د لومړني ښوونځي د جوړیدو له چارو څارنه او ساتنه کوي.
یاد ښوونځی د اتو درسي ټولګيو په درلودلو سره د ملګرو ملتونو د ګډوالو د برخې د عالي کمیسارۍ لخوا تمویلیږي، چې د بنسټ ډبره یې د کور او ښار جوړولو وزارت د انجنیرانو د نظارت لاندې کیښودل شوه.
د کور او ښار جوړولو ریاست په قراردادي شرکت ټینګار وکړ چې د دې ښوونځي د جوړیدو چارې دې د کور او ښار جوړولو ریاست د انجنیرانو د څارنې لاندې پر مخ یوسي تر څو د یاد ښوونځي چارې په معیاري ډول سرته ورسیږي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.