په اقچه ولسوالۍ کې د غلې منډوي مارکیټ له پروژې څارنه وشوه
۱۴۴۵/۱۲/۲
د جوز جان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د اقچې ولسوالۍ د غله منډوي مارکیټ له ودانیزې پروژې څارنه وکړه.
ښاغلی فیضان وایي، دمګړۍ د دې مارکیټ د تهداب د پایو قالب بندي او د دویم پوړ کانکریټ اچونې چارې روانې دي، چې له چارو یې څارنه وشوه.
د نوموړي په خبره د دې پروژې قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې تر څو د دې پروژې چارې د نقشې مطابق تر سره کړي.