په ارزګان ولایت کې د مرافعې محکمې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه
۱۴۴۷/۰۲/۲۷
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روح الله ابو احمد وایي، د دې ریاست اړوند د تخنیکي ټيم لخوا د مرافعې محکمې اړوند د درې بابه اوطاقونو د خطا اچونې چارې و څارل شوې.
ښاغلي ملا ابو احمد وویل، د یاد نظارت هدف د ساختماني چارو د سم، منظم او تخنیکي تطبیق ډاډ ترلاسه کول دي، چې چارې د نقشې مطابق تر سره شي.
د نوموړي په خبره، همدارنګه د شرکت مسئولینو ته لارښوونه وشوه چې خپل مسئولیتونه په دقت سره ترسره کړي، تر څو ودانۍ په یو معیاري او پایدار ډول جوړه شي.
ښاغلي ملا ابو احمد ټینګار وکړ چې له ورته پروژو څخه به په مسلسل ډول نظارت کېږي، څو ټولې ودانیزې چارې د کیفیت او تخنیکي معیارونو پر بنسټ پرمخ ولاړې شي.
