په ارزګان ولایت کې د مرافعي محکمې اړوند د اداري تعمیر له چارو څارنه تر سره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۵:۲۸
ارزګان

۱۴۴۷/۰۵/۰۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح‌الله ابو احمد وایي، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د ترینکوټ ښار د مرافعي محکمې اړوند د درې اوطاقونو د جوړولو له بهیر څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.

ښاغلي مولوي ابو احمد وویل، د یادو اوطاقونو کارونه تر ۸۵ سلنه بشپړ شوي، او پاتې چارې لکه رنګمالي او ساحوي صفایي دا مهال تر کار لاندې دي.

د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسوولینو ته تخنیکي لارښوونې وشوې تر څو پاتې کارونه د نقشې او پلان مطابق، په معیاري ډول ترسره کړي.

د مرافعي محکمې د درې اوطاقونو د جوړولو پروژه د ترینکوټ ښار د عامه تاسیساتو د پیاوړتیا په موخه پلې کېږي.

یاده پروژه د کور او ښار جوړولو ریاست په تخنیکي نظارت سره عملي کېږي، چې موخه یې د عدلي او قضایي ادارو لپاره د معیاري کاري چاپېریال برابرول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت