په ادارو کې د نظم، اصولو او د مراتبو لړۍ پر مراعاتولو ټینګار وشو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۱۳
وزرات شهرسازی و مسکن

۱۴۴۷/۳/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا معینیت اړوند ریاستونو د کاري فعالیتونو او لاسته راوړونو د ارزونې په دوام، دا ځل د پانګونې چارو د تنظیم او د عامه اسانتیاوو د پراختیا محترم ریاستونو خپل کاري راپورونه او فعالیتونه د معینیت محترم مقام ته وړاندې کړل.

دې موخې ته ځانګړو شویو جلا غونډو کې، چې د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال مولوي گل‌زرین صابر په مشرۍ، د یادو ریاستونو د رئیسانو، امرینو او کار کوونکو په حضور کې ترسره شوې، د کاري همغږۍ د پیاوړتیا او د مسؤلیت‌ منلو د زیاتوالي په اړه بحثونه او نظریات شریک شول.

محترم مولوي ګل زرین صابر، د دغو غونډو موخه د چارو ارزونه وبلله او د کار کوونکو د ژمنتیا، ریښتینولي او د چارو پسې پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

ښاغلي مرستیال همداراز، له کار کوونکو وغوښتل چې د اداري نظم، اصولو او د وظیفوي مراتبو پړاونه مراعات وکړي او جدي پاملرنه ورته وکړي.

په غونډه کې، د عامه اسانتیاوو د پراختیا ریاست محترم رئیس مولوي سمیع‌الحق محمدي او د پانګونې چارو د تنظیم ریاست محترم چارسمبالي ارشاد عمر شینواري، خپل راپورونه جلا جلا وړاندې کړل.

دوی د خپلو ریاستونو اړوند فعالیتونه او لاسته راوړنې بیان کړې، او ترڅنګ یې شته ستونزې، ننګونې او تشکیلاتي اړتیاوې هم مطرح کړې، چې په تړاو یې د معینیت له رهبرۍ د لا زیاتې پاملرنې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت