پنجشیر کې څه باندې ۲۰۰ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۱۱:۷
پنجشیر

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې په دوام، د پنجشیر ولایت اړوندو سېمو په ۲۶ قطعو کې، ۲۰۲  زره  جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه ۱۸۴ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۱۸ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد ۳۱ ولایتونو په ۶۹۳۹ قطعو کې، ۶ مېلیونه ۸۱۱ زره او ۴۸۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د لویو پرمختیایي او اقتصادي  پروژو د پلي کېدو په موخه سروې او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د میدان وردګ د ترمینل پروژې له روانو چارو لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۹/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، میدان وردګ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د ترانسپورتي ترمینل د جوړېدو له روانو چارو څخه له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۷
Background image

د کابل په ۱۷مه ناحیه کې د صنعتي فعالیتونو د قانوني وضعیت ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۹/۲۵

له ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د کابل ۱۷ مې ناحیې اړوند د صنعتي فعالیتونو د قانوني وضعیت او څرنګوالي په اړه ساحې ته سفر او ارزونه وکړه.

دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۱:۲۰
Background image

د کابل ښار څلورمه ناحیه کې د سړک جوړولو پروژې د وضعیت ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۹/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کابل ښار څلورمې ناحیې له لب‌جر ساحې څخه تر سرای شمالي پورې د سړک جوړولو د پروژې وضعیت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت