پروان ولایت کې ۱۵۱۶ جریبه ځمکه راوګرځول شوه
د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پروان ریاست له تحول وروسته د لړم میاشتې راهیسې شاوخوا ۱۵۱۶ جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو بیرته راوګرځوله.
دغه اندازه ځمکه د پروان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې راګرځول شوې او د ۶۰ جریبه نورې دولتي ځمکې په اړه چې تر څېړنو لاندې ده هڅې روانې دي.
دغه راز د پروان په بګرام ولسوالۍ کې هغه ۱۰۰ جریبه ځمکه چې په اجاره ورکړدل شوې وه او د اشخاصو لخه لوري غصب شوې وهد هغې د بیرته راګرځولو لپاره ولسوالۍ ته مکتوب لېږل شوی، تر څو یې په اړه اجرات وکړي او غاصبین د قانون منګولو ته وسپاري.
د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ټولګټو پروژو عملي کولو، ښاري پراختیا او د دولتي او غیر دذولتي ځمکو د توپیر او بیلوالي په موخه د ځمکو تصفیه پیل کړې ده.