پروان ولایت کې د ځمکني ترانسپورت امریت ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۰:۲۵
پروان

۱۴۴۶/۰۶/۱۷

پروان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر نعمت الله حنیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ځمکني ترانسپورت امریت د اداري ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلی انجنیر حنیف وایي، یاده پروژه کې د نورو چارو سربېره د مرم ډبرو نصب، د تشنابونو داخل کې د کاشي ډبرو نصب او نورې چارې سرته رسېدلي، چې اوسمهال په کې د هنګاف، د خونو رانګول او د ساحې هوارول دوام لري.

نوموړي وویل، د پروژې قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې وشوې چې ځینې موجوده نیمګړتیاوې حل او په خبره یې هوا سړه شوې، چې لازمه ده د یخ ضد مواد وکارول شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په پروژو کې د معیار او کیفیت پر خوندیتوب ټینګار کوي او د نیمګړتیاوو د اصلاح لپاره لارښوونې کوي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳۶
Background image

د فاریاب ولایت د ملي راډیو تلویزیون د اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۸

فاریاب کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ملي راډیو ټلوېزیون د اداري امریت د نوې ودانۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

د قول هزاره ښارګوټي چارې وځنډول شوې

۱۴۴۶/۱۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې په کابل کې د قول هزاره استوګنیز ښارګوټي له وضعیت څارنه او ارزونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۱۷
Background image

د غزني ولایت آب بند ولسوالۍ کې د مسجد ودانیزې چارې د تخنیکي څارنې لاندې دي

۱۴۴۶/۱۲/۸

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ودانیزو چارو انجنیر ښاغلي نجیب‌الله نجیب له لوري، د آب بند ولسوالۍ اړوند د جوړېدونکي مسجد. . .

BACK TO NEWS