پروان ولایت کې د اجباري راستنېدونکو لپاره د ښارګوټي توپوګرافي سروې ترسره شوه

۱۴۴۶/۱۰/۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې پروان ولایت کې د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړولو په موخه د توپوګرافي سروې ترسره کړه.
همدارازد پروان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر نعمت الله حنیف وايي، په بګرام ولسوالۍ کې د اجباري راستنیدونکو لپاره ( ۸۷۱.۹ ) جریبه توپوګرافي سروې شوه.
د کور او ښار جوړولو وزارت چې، د اسکان دایمي کمېټې مشري په غاړه لري، هڅې یې پیل کړي چې په هر ولایت کې مناسبې ځمکې سروې او د ښارګوټو جوړولو لپاره چمتو کړي.