پروان ولايت کې له ۳۰ زره جريبو څخه زيات څړځايونه سروې او ثبت شول
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو د سروې، نښه کولو او ثبت لړۍ په دوام دا ځل د پروان ولايت په مرکز او ولسواليو کې په ۸۲ قطعو کې ۳۰۵۳۳ جريبه څړځايونه سروې او ثبت کړي دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځايونو د سروې او ثبت په لړ کې تر اوسه په ۲۸ ولايتونو کې ۷۹۳۶۶۹ جريبه خاص او عام څړځايونه سروې او د دولتي او عامه ځمکو په بانک کې يې ثبت کړي دي.