پروان ولايت کې د تفهيم القران ليسې د رغولو چارې بشپړې شوې

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پېش ساخت قطعاتو د فابريکې پر مټ د پروان ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې د تفهيم القران ليسې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې اخېستنې ته يې وسپارله.
دا ښوونځی په ۴۵۰ متر مربع ځمکه کې د پوهنې وزارت له انکشافي بوديجې څخه په ۲۲ ميليونه ۴۰۰ زره افغانيو ورغول شو چې د اوبو رسولو او کاناليزاسيون مجهز سيسټم هم لري.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت هڅه کوي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ښوونځيو لپاره د ودانيو په جوړولو سره ښوونيز بهير ته لار پراختيا ورکړي او زدهکوونکو ته مناسب ښوونيز چاپيريال برابر کړي.