وړ کسانو ته د کار سپارلو په موخه بامیان او بغلان ولایتونو کې ازموینه واخیستل شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۴:۵۹
..

۱۴۴۵/۷/۱۸

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس محمد داؤد نقشبندي او دغه راز د بامیان ولایت محترم رئیس انجنیر امان الله امان وايي، په یادو ولایتونو کې یې د کور او ښار جوړولو ریاستونو اړوند د ۱۰ خالي مسلکي بستونو لپاره ازموینه واخیسته.

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو په ریاست کې د انجنیرۍ د دوه بستونو او بامیان ولایت کې د اته (۸) مسلکي بستونو لپاره د یادو ولایتونو د اداري اصلاحاتو او د ولایت د محترم مقام د بشري سرچینو د استازو په شتون کې ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د مسلکي کسانو د ګمارنې په موخه د یادو ریاستونو د خالي بستونو لپاره اخیستل شوې او ګډون کوونکو ته ډاډ ورکړل شو چې حق به یې خوندي وي او بریالي کسانو ته به دندې سپارل کېږي.

د کور اوښار جوړولو وزارت د ازادو سیاليو له لارې په مرکز او ولایتونو کې د خالي بستونو لپاره ازموینه اخلي، وړ او مسلکي کسان په دندو ګماري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۵۷
Background image

په زابل کې مهاجرینو ته د استوګنیزو ځمکو د وېش لړۍ روانه ده

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنیزو ځمکو د وېش بهیر په منظم او نورمال ډول روان دی، څو مستحقو کورنیو ته د دایمي استوګنې زمینه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۲۹
Background image

په خوست کې راستنېدونکو مهاجرینولپاره د ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د خوست ولایت مرکز اړوند د صحرا باغ سیمه کې، بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنیزو نمرو د تثبیت او منظم وېش په موخه د ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې.

دغه ښارګوټی په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۸
Background image

په ارزګان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اصلاحي پلان د خط اچونې چارې تر سره شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست، مسلکي تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د اصلاحي پلان د خط اچونې چارې تر سره کړې.

د یاد پلان د خط اچونه ډېری چارې بشپړې شوې او پاتې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت