ولایتونو کې ښاري ستونزو ته د ښار جوړولو قانون پر بنسټ، رسېدنه کېږي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۰ - ۱۰:۵۹
picture

 

۱۴۴۵/۱۱/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په خپل کاري دفتر کې د بغلان، ارزګان، کونړ، لوګر، سرپل او میدان وردګو ولایتونو د کور او ښار جوړولو وزارت له اړوندو رئیسانو سره وکتل.

د کور او ښار جوړولو وزارت یادو محترمو ولایتي رئیسانو غوښتنه وکړه، چې د ولایتونو لپاره یې د ماسټر پلان اړتیا زیاته ده، ترڅو ټولې ودانیزې چارې د پلان مطابق سرته ورسېږي.

یادو رئیسانو وویل، لازمه ده چې د کور او ښار جوړولو وزارت رهبري ولایتي سفرونه وکړي، تر څو په ولایتونو کې شته ښاري وضعیت له نږدې وارزوي او د حل لپاره یې لاس په کار شي.

په ناسته کې، د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني وویل، په ولایتونو کې به ښاري ستونزو ته د ښار جوړولو قانون په رڼا کې رسېدنه کېږي، چې مسوده یې ترتیب شوي او په خبره یې په یاد قانون کې ښاري چارې منظمې ترتیب شوي او له نورو ادارو سره د وظیفوي تداخل مخنیوی هم په کې شوی دی.

ښاغلي بامیاني، ولایتي رئیسانو ته سپارښتنه وکړه، چې د خلکو د خدمت لپاره هڅې ګړندۍ کړي، تر څو خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي.

دغه راز، په یاده ناسته کې یادونه وشوه، چې په پام کې ده سږ کال د ټولو ښارونو سروې او په هر ولایت کې د څلور څلور ولسوالیو لپاره پلانونه جوړول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

په سرپل ولايت کې د کانال د سنګ کارۍ او د ښاري سړکونو د قیر اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

د سرپل ولايت په مرکز کې د پوهنتون د اوبو د کانال د سنګکارۍ د چارو او همدارنګه د ښار دننه د سړکونو د قیراچونې د روانو فعالیتونو څخه تخنيکي نظارت ترسره شو.

د نظارت پر مهال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۳۶
Background image

د تایمني پروژې د برېښنا شبکې د پلانونو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د زیربنایي شبکو (برېښنا) د نظارت تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې او د خپلو مخکینیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

په لغمان کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

دد لغمان ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت مقام د انګړ د مسجد شریف د پروژې د ودانیزو چاروڅخه لیدنه ترسره کړه، د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې دا مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت