هغه کورونه چې د ښاري نقشې لاندې راځي، باید وران او ښاري نقشه عملي شي

org_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۴ - ۱۴:۳۰
انځور

۱۴۴۴/۰۴/۱۰

د هرات د کور او ښار جوړولو ریاست د یاد ولایت د ښاري نقشې د پلان ارزونه وکړه چې له مخې یې د هرات ښار ځینو سیمو او ناحیو کې نوي تغیرات رامنځته کېږي.

د یاد پلان د ارزونې سره سم د هرات (۱۴) مې څوارلسمې ناحیې د (پایان اب) سیمه کې یو شمېر کورونه د عمومي سړک په منځ کې راځي، چې باید له منځه یوړل شي او عمومي سړک د ښاري نقشې مطابق پلې شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو ښارونو کې سرغړونې، خپل سرۍ، د غیر قانوني چارو تعدیلات او تخلفات تثبیتوي او ښاري پلان د نقشې مطابق پلې کوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو افغانانو غواړي چې په ښارونو کې له خپل سریو، غیر قانوني کړنو او تخلفاتو لاس په سر شي او ټولې رغنیزې چارې د ښاري نقشې او پلان مطابق پلې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د مهمو ساختماني پروژو د کیفیت او لابراتواري چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل په یو شمېر مهمو ساختماني پروژو کې د لابراتواري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۳۲
Background image

په پکتیکا کې د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د تطبیق د نظارت انجینرانو د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د ودانۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۵۷
Background image

په کونړ کې د یو باب مسجد شریف او استنادي دېوال د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او پروژو د نظارت عمومي مدیریت تخنیکي ټیم د دوو ساختماني پروژو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت